د غزني ولایت د صرافانو اتحادیې نوی رئیس معرفي شو

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۵:۱۵
.

 د غزني ولایت د صرافانو اتحادیې لپاره نوی رئیس د صرافانو او د عدلیې وزارت د مسؤولینو په ګډون، د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت د صرافانو لخوا تعیین او معرفي شو.
په دې غوڼده کې د عدلیې ریاست د انسجام عمومي رئیس مفتي احمد ضيا خبیب، د غزني ولایت د عدلیې رئیس مولوي مطیع الحق عثمان، صرافانو او نورو مسؤولینو ګډون درلود او په ترڅ کې یې قاري محمد نذیر د یاد ولایت د صرافانو اتحادیې د رئیس په عنوان معرفي شو.
د غونډې په پیل کې د عدلیې رئیس مولوي مطیع الحق عثمان خبرې وکړې او د اتحادیې د قانوني چوکاټ په تړاو یې معلومات وړاندې کړل او د همغږۍ، شفافیت او ولس‌محوره خدمتونو پر اهميت یې ټینګار وکړ. نوموړي د صرافانو اتحادیې له نوي رئیس څخه وغوښتل چې د شفافیت، قانونمندۍ او خلکو ته د خدمت په برخه کې په جدي توګه هڅې وکړي او د صرافانو اتحادیې چارې له اصولو او مقرراتو سره سم تنظیم کړي. 
ورپسې د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رئیس مفتي احمد ضيا خبیب هم خبرې وکړې او زياته یې کړه چې د عدلیې وزارت د اتحادیو هر اړخیز ملاتړ کوي او موخه یې د هېواد د اقتصادي نظم پیاوړتیا او د مسلکي اتحادیو زیاتیدل دي. نوموړي ټینګار وکړ چې د خلکو له باور څخه باید ساتنه وشي او د اصولو مطابق خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS