په عدلیې وزارت کې د حدیثو د لوی دورې د وروستۍ آزموینې جوړیدل
د اسلامي امارت د عدليې وزارت ددعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشت په ۷ نېټه د حدیثو د لوی دورې وروستۍ آزموینې ددغې دورې له ګډونکوونکو څخه پیل کړې.
دغه آزموینه به د څلورو ورځو له پاره دوام ومومي او په لومړۍ ورځ يې د عدليې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مفتي محمد زرین ساجد، د داخلي پلټنې د ریاست د سرپرست او د یاد ریاست نورو غړو حضور درلود ددغې دورې له ۲۶ تنو برخه اخیستونکو څخه یې آزموینه واخیسته.
د حدیثو لوی دوره چې د عدليې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري ددغه وزارت د کارکوونکو د دیني ظرفیت لوړلو په منظور جوړه شوې او پکې د یاد وزارت ۲۶ تنو کارکوونکو ونډه اخیستې او د ۸ میاشتو په موده کې دغه دوره زده کړې.
