د بدخشان او لوګر ولایتونو د تخنیکي هیئتونو د ناستو جوړیدل

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۸ - ۱۴:۲۸
.

د بدخشان او لوګر ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رئیسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او دغو ولایتونو کې د غصب د مخنیوي په برخه کې بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شوو.

د بدخشان ولایت په ناسته کې د کادستر د سروې ټیم د دولتي شرکت اړوند د بهارک ولسوالۍ په کوکچه حصار دښته کې د سروې او د تثبیت بهیر د پای ته رسیدلو په اړه معلومات وړاندې کړل.

په یاده ناسته کې هیئت پریکړه وکړه چې د یادې ساحې د ځمکو او کورونو د اوسنیو متصرفینو بشپړ شهرت ترتیب او له نورو سندونو سره یوځای هیئت ته وړاندې شي. دغه راز پریکړه وشوه چې د تثبیت شویو ځمکو د بیاځل غصب د مخنیوي په اړه امنیه قوماندانۍ او یو شمېر ولسوالیو ته ابلاغیې واستول شي.

په یاده ناسته کې د اوقافو پر ۱۱۷ جریبه ځمکه د ۱۰۰ جوړ شویو کورونو  په اړه د کب میاشت ۲۰ نېټې پورې د تخلیې پریکړه وشوه چې ابلاغیې متصرفینو ته اعلام شي. شهدا ولسوالۍ ته د تخنیکي هیئت د سفر په اړه هم پریکړه وشوه.

.

په همدې حال کې، د لوګر ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې، د ۱۴۰۲ کال د کاري پلان په اړه بحث او وروستی شو. دغه راز یاده ناسته کې له تخنیکي هیئت سره د اجارې ورکوونې  کړنلاره شریکه شوه او د اړوندو دوسیو پر بشپړولو او کمېسیون ته یې پر استولو ټینګار وشو.

یاده ناسته کې د هوني سفلی ساحې په اړه پریکړه وشوه چې آمار او ارقام يې برابر او هیئت ته وړاندې شي او ورپسې موضوع يې د برخلیک ټاکلو په منظور کمېسیون واستول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۳۶
Background image

د پکتيکا د عدلیې ریاست او د معاملاتو لارښوونې دفترونو یو شمېر استازو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس، مولوي لاهور خان وفادار د دغه ولایت د معاملاتو لارښوونې دفترونو له یو شمېر استازو سره د عدلیې ریاست په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې، چې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۳۱
Background image

په ارزګان ولایت کې ۸ موټر پلورنځي د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د ارزګان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۳مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، ترينکوټ ښار کې له ۲۱ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۲۶
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په پروان ولایت کې د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت په بېلابېلو ساحو کې د معاملاتو لارښوونې له ۷ دفترونو څخه نظارت. . .

BACK TO NEWS