بادغیس ولایت کې نږدې ۵۱ زره جریبه ځمکه تثبیت شوه

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۲ - ۱۵:۱۱
.

د بادغیس ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ځمکې د غصب د قضیو په بررسۍ سره، ۵۰ زره او ۸۰۰ جریبه عامه مرعی ځمکه تشخیص او تثبیت کړه.

یاد هیئت په خپل ناسته کې، د عامه مرعی ځمکو د غصب او تصرف په اړه پر یو شخص د بل شخص عریضه بررسي کړه.  معروض علیه شخص  هیئت ته وغوښتل شوو او د سندونو له غوښتلو څخه وروسته یې اعتراف وکړ چې په جوند ولسوالۍ کې ۵۰ زره جریبه عامه مرعی ځمکه خپل شخصي تصرف کې راوستې او ژمنه یې وکړه چې وروسته له دې به له یادې شوې ځمکې څخه شخصي ګټه پورته نه کړي او له هغې څخه د نورو د استفادې مخنیوی هم نه کوي.

آبکمري ولسوالۍ کې له دوو نورو اشخاصو څخه چې په کلاغ سنګ ساحه کې د څړځای څه باندې ۵۰۰ جریبه ځمکه تصرف کړې سندونه وغوښتل شوو چې هیڅ ډول سندونه یې نه درلود او ژمنه یې وکړه چې وروسته له دې به له ځمکې څخه شخصي استفاده نه کوي.

هیئت له دوو نورو اشخاصو څخه چې په مقر ولسوالۍ کې د څړځای ۳۰۰ جریبه ځمکه خپل تصرف کې راوستې سندونه وغوښتل چې هغوی هیڅ ډول سندونه نه درلودل او ژمنه یې وکړه چې وروسته له دې به له دغې ځمکې څخه شخصي استفاده نه کوي

د یادونې وړ ده چې د بادغیس ولایت او د هېواد په کچه د نورو ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت کړنې او اجراآت دوام لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS