د حقوقي مساعدتونو د ریاست د اوونیزې ناستې جوړېدل

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۹ - ۱۲:۲۰
.

د عدليې وزارت د حقوقي مساعدتونو د ریاست اوونیزه ناسته د ۱۴۴۴ کال د رجب المرجب میاشت په ۱۵ نېټه ددوشنبې په ورځ د حقوقي مساعدتونو د رییس مولوي حافظ عبدالصمد عمري په مشرۍ او ددغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون، جوړه شوه.

دغه ناسته چې د کارکوونکو د ننګونو او ستونوز او ددغه ریاست د بهیر چټک والي له پاره د لارښوونو صادرولو او د کاري چارو د ښه والي په منظور جوړه شوه، د کلام الله مجید د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

دغې ناسته کې، د حقوقي مساعدتونو رییس د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد دورې د هغو کړاونو او سرښندونو چې د افغانستان خلکو تحمل کړې وو، یاد کړل او د موجودو لاسته راوړنو ساتنه يې د ټولو خلکو او په ځانګړي ډول د اسلامي امارت د کارکوونکو فریضه او مکلفیت وباله.

دغه راز نوموړي ددغې ناستې آجنډا ګډونکوونکو ته بیان کړه او د موجودو ستونزو د هوارولو په اړه یې لازمې لارښوونې وکړې او دغې برخه کې یو لړ تصمیمونه ونیول شوو.

د حقوقي مساعدتونو رییس لارښوونه وکړه چې د نظم او دسپلین رامنځ ته کولو او د کارکوونکو پخپلسر پرېښودلو د مخنیوي په منظور، وروسته له دې هر کارکوونکی چې پر دندې توظیف کیږې، د موټر پارچې سربېره توظیفي فورم کې د توظیف ځای، نېټه او خپل لاسلیک درج کړی او د ریاست مقام ته یې وسپاري.

دغه راز نوموړي د اداري مدیریت د ستونوز هوارولو په اړه ځینې لارښوونې وکړې. دغه راز نوموړي لارښوونه وکړه چې د ریاست اوونیز راپور په منظم فارمټ کې په دقیق ډول ترتیب او اړوندو مراجعو ته واستول شي.

دغه راز د حقوقي مساعدتونو رییس د حقوقي مساعدینو او ولایتونو کې د عامه حقوقي پوهاوي کارکوونکو د راپور ځنډېدلو په اړه لارښوونه وکړه چې لیک په متحدالمال بڼه د حقوقي مساعدتونو تر عنوان لاندې صادر شي ترڅو د هغوی راپورونه د حقوقي مساعدتونو ریاست ته په وخت واستوي.

هغه د ترانسپورتي ستونزې د حل برخه کې ژمنه وکړه چې د موټر د ستونزې هوارولو په موخه شخصاً له اړوندو مسوولینو سره خبرې کوي او دغې ستونزې ته به رسیدګي وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS