د دایکندي، هلمند او ارزګان ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې جوړې شوې

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۱۰:۱۲
.

د دایکندي، هلمند او ارزګان ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رییسانو او غړو په ګډون سره جوړې شوې او هم دغو ولایتونو کې له ځینو برخو څخه لیدنه وشوه.

د دایکندي ولایت د تخنیکي هیئت ناسته کې، موظف ټیم خپل راپور د ښاروالۍ ماسټر پلان سیمې د مساحت ټلکو په اړه وړاندې کړ.

یاد هیئت ددغه ولایت مقام ته وړاندیز وکړ چې د مجربو انجنیرانو یو ټیم توظیف کړي ترڅو ساحه جریب بندي کړي. دغه راز یاد هیئت پریکړه وکړه چې د نیلي ښار ۱ ناحیه کې د ۹۰۰ جریبه ځمکې د تثبیت راپور کمېسیون ته وړاندې شي.

یاد هیئت د پوهنتون او رمکک کلي خوا کې له درې قطعو ځمکو څخه دوه قطعې يې امارتي تثبیت کړي او په دریمې قطعې کې ۶ کورونه جوړ شوي دي. هغه خلک چې په یاده ساحه کې کورونه جوړ کړي، له اسلامي امارت څخه د خپل تصرف لاندې د ځمکو د پېرودلو غوښتنه وکړه. هیئت پریکړه وکړه چې یاده برخه کې له مرکزي کمېسیون څخه لارښوونه وغوښتل شي.

.

په همدې حال کې د هلمند ولایت تخنیکي هیئت خپل غونډه جوړه کړه او ددفاع وزارت د تنقیص شوو افسرانو ښارګوټي ته د پلانونو د تطبیق په منظور کاریز ساحې ته ولاړ.

یاد هیئت پلان له ساحې سره مقایسه کړ او دغې سیمه کې له غصب او نورو سیمو له غصب څخه چې د غصب په درشل کې وو، مخنیوی وکړ.

پر دې سربېره، د ارزګان ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت چوره ولسوالۍ ته سفر وکړ او ددغې ولسوالۍ د ولسوال په حضور سره يې د کوتل او خلیلي ځمکو څخه چې د اشخاصو تر دعوا لاندې دي، لیدنه وکړه.

.

 دغه راز هیئت له هغې ځمکې څخه چې ددغې ولسوالۍ د تخنیکي او مسلکي لیسې په نوم ده او خلک پکې د ملکیت ادعا لري، لیدنه وکړه او د هغې له مدعیانو څخه یې سندونه وغوښتل.

دغه راز یاد هیئت د درفشان کلي له اوسیدونکو سره چې د نوې هدیرې غوښتونکي دي، وکتل او د هغوی د ستونزې د حل ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS