عدليې وزارت کې د تشو بستونو رقابتي آزموینه جوړه شوه

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۸ - ۱۲:۲۴
.

د اسلامي امارت د عدليې وزارت د بشري سرچینو ریاست د شفافیت د رعایتولو او کار اهل کار ته د سپارلو په منظور ددغه وزارت د تشو بستونو رقابتي آزموینه جوړه کړه.

دغه آزموینه دجمادي الثاني میاشت په ۱۰ نېټه د سه شنبې په ورځ د مالي او اداري معین مولوي عبدالغني فایق، د داخلي پلټنې رییس، د بشري سرچینو رییس او د عدليې وزارت د نورو مسوولینو په حضور ددغه وزارت په مقر کې جوړه شوه.

.

دغې آزموینه کې ۱۷۰ تنو غوښتونکو ګډون کړی وو او ددغه وزارت ۲۰ تشو بستونو کې خپلو کې رقابت وکړ. یاد بستونو کې دریم، څلورم او پنځم رتبه اداري او مسلکي بستونه شامل دي.

ټاکل شوې ده، غوښتونکي د هغوی د تخصص او تحصیلي څانګو پر اساس دغو بستونو کې وګمارل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS