پروان ولایت کې له ۱۶۹۰۰ جریبو څخه زیاته ځمکه بررسي شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۳ - ۱۰:۳۴
.

د پروان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو  په حضور سره جوړه شوه او دغه ولایت کې له ځینو سیمو څخه هم لیدنه وشوه.

یاد هیئت یوزباشي سیمه کې له ۷۱۱ او ۷۱۲ کادستري قطعو څخه چې د کادستر سندونو کې عامه سلطاني ثبت ده، لیدنه وکړه. ددغې ځمکې اندازه ۱۶۹۰۶.۳۵ جریبه ده او د هغې حدود هم کادستري کتاب کې هم مشخصې دي. د یادې سیمې جي پي اس ټکي اخیستل شوي او د هغې ځمکه تشخیص او تفکیک شوې او کرښې (سرحدونه) يې تعیین شول.

هيئت ددغې سیمې له غاصبینو سره کتلې او د غصب په اړه یې له هغو سره خبرې کړي.  او نږدي ۷۰۰۰ جریبه ځمکه دغې سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي ته لیږدول شوې او د هغې څو نمرې هم ویشل شوي. او د ویشل شو نمرو مالکانو ددغې قطعې یو اندازه نوره ځمکه هم غصب کړې ده.

له دغې قطعې څخه پاتې ځمکې د درانیو، خروټو، یوزباشي قومونو او د کوه صافي ولسوالي خلکو او د پروان ولایت یو شمیر نورو خلکو لخوا تصرف شوي دي او پرې کورونه، کرنیزې ځمکې، ریګریشنونه او نور تاسیسات جوړ شوي دي.

.

په همدې حال کې، د زابل ولایت د تخنیکي هیئت ناسته هم د یاد هیئت د رییس او غړو  په حضور سره جوړه شوه او د زابل ولایت مرکز په هزاري کلي کې د ۱۲۰۰ کورونو موضوع بررسي شوه او راتلونکې غونډه کې د هغې نظارت او مرکز ته یې د سندونو استولو پریکړه وشوه.

دغې ناسته کې، شینکۍ ولسوالۍ کې د یو شخص او قلات ښار کې د یو بل شخص موضوع او په قلات ښار کې د ښوونې ریاست اړوند شودیاري جومات ته څیرمه د یو ښوونځي موضوع بررسي شوه.

.

پر دې سربېره، د بادغیس ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو  په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې د لیدل شوو ځمکو د ټولو غیر شرعي متصرفینو سندونه بررسي او مطالعه شول.

 په دغې ناسته کې، پریکړه وشوه چې نږدې ۷۰ نور انګړونه چې د قلعه نو ښاروالۍ تر ادعا لاندې دي، راتلونکي ورځ ولیدل او له متصرفینو څخه يې سندونه وغوښتل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۳۶
Background image

د پکتيکا د عدلیې ریاست او د معاملاتو لارښوونې دفترونو یو شمېر استازو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس، مولوي لاهور خان وفادار د دغه ولایت د معاملاتو لارښوونې دفترونو له یو شمېر استازو سره د عدلیې ریاست په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې، چې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۳۱
Background image

په ارزګان ولایت کې ۸ موټر پلورنځي د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د ارزګان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۳مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، ترينکوټ ښار کې له ۲۱ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۲۶
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په پروان ولایت کې د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت په بېلابېلو ساحو کې د معاملاتو لارښوونې له ۷ دفترونو څخه نظارت. . .

BACK TO NEWS