سمنګان ولایت کې ۲۳۶ جریبه ځمکه بررسي شوه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۷ - ۱۲:۶
.

د سمنګان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون تخنیکي هیئت ددغه ولایت مرکز کې د آقمزار له سیمې څخه لیدنه وکړه.

پایله کې ۵ قطعې ځمکه د ۲۳۶ جریبه مساحت سره په دغې سیمه کې بررسي شوه او مشخصه شوه چې ۸۰ سلنه د هستوګنې کورونه د بلند آبه امارتي تپو کې، امارتي دي.

یادو امارتي سیمو کې کلونه مخکې د زورواکو افرادو او اشخاصو له لوري په غیر قانوني ډول د هستوګنې نمرې ویشل شوي دي او د هغو پر ځینو نورو برخو د افرادو او اشخاصو لخوا پخپلسر کورونه جوړ شوي دي.

.

په همدې حال کې، د دایکندي ولایت تخنیکي هیئت له هغه افرادو او اشخاصو سره چې د نيلي ښار د ښاروالۍ د ماسټر پلان سیمو داخل کې د هغوی کرنیزې ځمکې، باغي ونې او د اوبو چینې موقعیت لري، خبرې وکړې. یادو اشخاصو خپلې ستونزې له هیئت سره شریکې کړې.

دغې سیمه کې د اوبو د چینو او د کرنیزو ځمکو مالکانو ته لارښوونه وشوه چې خپل شرعي او قانوني وکیل په محکمې کې وټاکي.

دغه راز د نیلي ښار د ښاروالۍ ماسټر پلان داخل سیمو کې د کرنیزو ځمکو او د اوبو د چینو ټولو مالکانو ته لارښوونه وشوه ترڅو خپل د ماليې ورکوونې او شرعي او قانوني سندونه تخنیکي هیئت ته وړاندې کړې ترڅو لازم تصمیم ونیول شي.

پر دې سربېره، د بادغیس ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هيئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د امارتي غصب شوو ځمکو، د ځنګلونو سیمو او د څړځایونو سیمو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

په دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې د تخنیکي هيئت لخوا دولتي ادارو ته د هغو د سندونو راټولولو په منظور  چې د یادې ادارې او د خلکو ترمنځ د مالکیت تر ادعا لاندې وي، لیک صادر شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۳۶
Background image

د پکتيکا د عدلیې ریاست او د معاملاتو لارښوونې دفترونو یو شمېر استازو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس، مولوي لاهور خان وفادار د دغه ولایت د معاملاتو لارښوونې دفترونو له یو شمېر استازو سره د عدلیې ریاست په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې، چې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۳۱
Background image

په ارزګان ولایت کې ۸ موټر پلورنځي د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د ارزګان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۳مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، ترينکوټ ښار کې له ۲۱ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۲۶
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په پروان ولایت کې د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت په بېلابېلو ساحو کې د معاملاتو لارښوونې له ۷ دفترونو څخه نظارت. . .

BACK TO NEWS