د شمال ختيځ زون د ولایتونو د عدلیې ریاستونو د امرینو او مدیرانو د څلور ورځني سیمینار پای

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۶ - ۱۳:۴۱
.

د شمال ختیځ زون د ولایتونو د عدلیې ریاستونو د امرینو او مدیرانو څلور ورځنی سیمینار د جمادي الاول میاشت په  ۲۰ نېټه د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسید.

په دغه سیمینار کې چې د عدليې وزارت د بشري سرچینو د ریاست له لوري د کندز ولایت په عدلیې ریاست کې په لار اچول شوی وو، د کندز، تخار، بدخشان او بغلان ولایتونو د عدلیې ریاستونو ۲۵ تنو امرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو او په اداري او مسلکي برخو کې موضوعات زده کړل.

په دغه سیمینار کې د ادارې او مدیریت اساسات، د پلان د طرحې او ترتیب څرنګوالی، د عدلیې وزارت پېژندنه، اداري مراسلات او د اداري اجراآتو اصول نامه، تدریس شوو.

ددغه سیمینار د پای په مراسمو کې د عدلیې رییس شیخ عزیزالله سعیدي، د ولایت د مقام استازی مولوي عبدالخالق ابراهیم، د عدلیې وزارت د بشري سرچینو د ظرفیت لوړولو امر مفتي احمد ضیاء خبیب، د ارشاد، حج او اوقافو رییس مولوي ضیاء الحق حنفي، علماي کرامو، ددغه سیمینار ګډونوالو او خبریالانو ګډون کړی وو.

.

په دغو مراسمو کې د کندز ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رییس د خپلو خبرو په لړ کې ددغه سیمینار له ګډونکوونکو څخه وغوښتل چې هغه څه یې چې په دغه سیمینار کې زده کړي، په صادقانه توګه په خپلو دندو کې عملي کړي.

په دغو مراسمو کې، د عدلیې وزارت د بشري سرچینو د ظرفیت لوړولو امر مفتي احمد ضیاء خبیب خبرې وکړې او ویې ویل چې دغه سیمینار د عدلیې وزارت لخوا د ولایتونو ټولو عدلیې ریاستونو ته په لار اچول شوی او موخه یې د ولایتونو د عدلیې ریاستونو د کارکوونکو ‌ذهنیت جوړول او دغه راز ټولنې ته د روزل شوو خلکو وړاندې کول دي.

په همدې حال کې، د کندز ولایت د عدليې رییس ددغه سیمینار له جوړونکو څخه قدرداني او ددغه سیمینار له ګډونکوونکو څخه یې وغوښتل چې ددغه سیمینار له درسونو څخه، د خپل چارو په ښه والي کې ګټه پورته کړي.

په دغو مراسمو کې، د کندز ولایت د مقام استازې ددغه ډول سیمینار جوړول قدرداني وکړه د دین عالم یې روښانه څراغ او د ټولنې روښانه ډیوه وبلله. نوموړي له هغوی څخه وغوښتل چې په ټولو لازمو او ضروري برخو کې کار او فعالیت کړي.

ددغه سیمینار یو تن ګډونکوونکي مولوي فضل الدین تقي د نورو ګډونکوونکو په استازيتوب ددغه سیمینار له جوړونکو څخه مننه وکړه او ددغه ډول سیمینارونو په داوم یې ټینګار وکړ.

دغه سیمینار ګډون کوونکو له پاره د تصدیق پاڼو په ویش سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

BACK TO NEWS