سمنګان ولایت کې د ۲ زره جریبه ځمکې امارتي تثبیت کېدل

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۷ - ۹:۹
.

د  سمنګان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت سیمه کې د خپل عملي کار له پیل سره، ددغه ولایت د حضرت سلطان په ولسوالۍ کې ۲ زره جریبه ځمکه امارتي تشخیص کړه.

یاد شوي هیئت خپل کار ددغه ولایت د حضرت سلطان له ولسوالۍ څخه پیل کړ او ددغې ولسوالۍ له ولسوال سره یې د ځمکې د غصب د مخنیوي په اړه وکتل او خبرې یې وکړې. هيئت د کلچه، قزاغلي او کوکه بلاق له کیلیو څخه لیدنه وکړه او ۲ زره جریبه ځمکه یې په دغو سیمو کې امارتي تثبیت کړه چې د هغې ځینې برخې غصب شوي دي.

دغه راز هیئت له سیمه ییزو خلکو سره وکتل او د ځمکې د غصب د مخنیوي په برخه کې د امیرالمومنین حفظه الله د فرمان په اړه معلومات ورکړل او سیمه ییزو خلکو د امیرالمومنین حفظه الله ددغه فرمان هرکلۍ وکړ او ژمنه یې وکړه چې له  ځمکو څخه به ساتنه وکړي.

.

په همدې حال کې،  د بامیان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه او په هغې کې ددغه ولایت د جرخشکک ساحې د بررسۍ او لیدنې له پاره له ۶ ادارو څخه یو هیئت تعیین شو. په دغې ناسته کې امنیه قوماندانۍ موظفه شوه چې د قول رباه ساحې کې د کورونو جوړولو د کار مخ ونیسي او د پولیسو له ځانګړې قطعې څخه وغوښتل شول چې د جرخشکک ساحې په بررسۍ کې له هيئت سره ملتیا وکړي.

 د اداري اصلاحاتو د آمریت د غصب شوو ځمکو او د ټول ګټو ریاست د غصب شوو ځمکو په اړه هم بحث وشو. هیئت له ټولګټو ریاست څخه سندونه وغوښتل او له یاد ریاست، امنیه قوماندانۍ او د آغا خان له موسسې څخه يې وغوښتل چې خپل استازي معرفي کړي.

.

پر دې سربېره، د پنجشیر ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت د عنابه ولسوالۍ له غصب شوو سیمو څخه لیدنه وکړه او د یادې ولسوالۍ  له ولسوال، د کیلیو ملکانو او سپین ږیرو سره یې وکتل. دغه راز هیئت له دوو غصب شوو سیمو څخه لیدنه وکړه او ددغو سیمو له متصرفانو څخه یې سندونه وغوښتل.

.

د زابل ولایت تخنیکي هیئت هم خپله ناسته جوړه کړه او د ښوونې ریاست د ښوونکو د ښارګوټي اړونده ۳۰ جریبه ځمکه یې امارتي تثبیت کړه.

دغه راز یاد هیئت د قلات ښار لویدیځ په تبسخر سیمه کې ۲۰۰ جریبه نوره ځمکه دولتي تثبیت کړه او د دراز قلات سیمه کې يې د ۲۰۰ جریبه ځمکې په اړه د عدم تصرف پریکړه صادره کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS