په ۹ ولایتونو کې رسمي سندونو د ژباړې د تصدیق د نمایندګیو د فعالېدو په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا!

hayat_admin
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د اصول جوړونې او د علمي حقوقي څېړنو د چارو د انستیتوت عمومي ریاست د اصولي سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق ریاست ګرانو هېوادوالو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو او د لا ښه خدمت د ترسره کولو لپاره له اړوندو ادارو سره په همغږۍ کې د رسمي سندونو د ژباړې د تصدیق په مرکزي امریت سربېره په (۹) ولایتونو کې د اړوندو ولایتونو د عدلیې ریاستونو په چوکاټ کې د رسمي سندونو دژباړې د تصدیق رسمي نمایندګۍ رامنځته او فعالې کړې دي ترڅو د رسمي سندونو د ژباړې د تصدیق لپاره مرکز ته له سفر څخه د ولایتونو د اوسېدونکو ستونزې لرې شي.

بنأ ګران هېوادوال کولای شي د خپلو رسمي سندونو د ژباړې د تصدیق له پاره د کندهار، هرات، بلخ، ننګرهار، بدخشان، خوست، نیمروز، قندوز او پکتیا ولایتونو کې، عدليې ریاستونو ته مراجعه کړي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۴:۴۳
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې د ۵۷ دورې د پاېلو خبرتیا

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ارزونې د بهیر ۵۷ دوره د غویي د میاشتې په ۱۵ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغې دورې د ګډونکوونکو په حضور سره جوړه کړه.

د ارزونې په دغې دورې کې۱۴ تنه مدافع . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۱:۳۶
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې بهیر د ۵۷ دورې په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

د هېواد په کچه ټولو مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کېږي، د مدافع وکیلانو ریاست د ذوالقعدې د میاشتې په ۷ مه نېټه چې د غویي (ثور) د میاشتې له ۱۵ نېټه سره سمون خوري د دوشنبې په ورځ، د ۱۲ تنو ن . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۴:۴۲
Background image

په عدالت ګاهنامه کې د چاپ لپاره د علمي – تخصصي مقالو د منلو په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د اسلامي امارت د عدليې وزارت ټولو علاقه‌مندانو او لیکوالانو ته خبر ورکوي چې د دې وزارت رسمي خپرندویه ارګان د عدالت ګاهنامه، د دغې خپرونې راتلونکې ګڼې لپاره د هغوی علمي ـ تخصصي (شرعي او . . .

Back to announcements