د عدليې وزارت د مرکزي رییسانو د اداري ناستې جوړیدل

hakeem_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۵ - ۱۴:۵۹
.

د عدليې وزارت د مرکزي رییسانو اداري ناسته د ربیع الثاني میاشت په ۱۱ ڼېټه د یکشنبې په ورځ د مسلکي معین شیخ عبدالکریم حیدر په مشرۍ او عدلیې وزارت د مالي او اداري معین مولوي عبدالغني فایق او مرکزي رییسانو په ګډون د دغه وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د سرای شهزاده صرافانو په اتحادیه کې د شته ستونزو او د عدلیې وزارت د کارکوونکو د هویت کارت د صادرولو د کړنلارې په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه.

.

په یاده ناسته کې د سرای شهزاده صرافانو په اتحادیې کې د دغې اتحاديې له ټاکنو او د نوي رییس له ټاکنې څخه وروسته د رامنځ ته شو ستونزو په اړه مفصل بحث ترسره شو او پرېکړه وشوه چې د یادې اتحاديې له اړونده کمېسیون سره اړیکه ونیول شي او له هغو څخه د دغې اتحاديې د ټاکنو د ترسره کولو څرنګوالی او د پایلې معلومات يې وغوښتل شي ترڅو له هغو سره سم عملي اقدامات ترسره شي.

.

دغه راز په یاده ناسته کې د عدليې وزارت د کارکوونکو د هویت کارت د صادرولو د کړنلارې په اړه بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د عدليې وزارت مرکزي رییسان یاده کړنلاره مطالعه کړي او خپل نظرونو په راتلونکي ناسته کې وړاندي کړي. دغه کړنلاره په ۳ څپرکیو او ۱۵ مادو کې جوړه شوې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

په کابل کې د کورونو د کرایې نرخ د څرنګوالي په تړاو د معاملاتو لارښوونې ۴۳ دفترونه بررسي شول

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې توظیف شویو ټیمونو د کورونو د کرايې د کنټرول په موخه په تېرې یوې اوونۍ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې د معاملاتو لارښوونې ۴۳ دفترونه او یو شمېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۵
Background image

د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۳مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د پنجشیر ولایت د عدلیې رئیس قاري شکرالله احمد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۵۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 په ننګرهار ولایت کې د یاد ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۶ مه نېټه د چهار‌شنبې په ورځ، د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې د. . .

BACK TO NEWS