په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۵۴
.

 په ننګرهار ولایت کې د یاد ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۶ مه نېټه د چهار‌شنبې په ورځ، د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې د معاملاتو لارښوونې له ۴ دفترونو او ۲ استوګنيزو بلاکونو څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو متصديانو او د بلاکونو استازو ته توصیه وشوه چې له هغو معاملاتو ډډه وکړي چې د کورونو د کرایې د لوړېدو لامل ګرځي او د هغو کورنو په کرایې ورکولو څخه هم ډډه وکړي چې د ۱۴۰۳ کال په پرتله یې کرایه له لس سلنې څخه ډېره شوې وي او د جعلي سټو څخه ډډه وکړي او پرځای یې له رسمي سټو څخه ګټه پورته کړي.

د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

په کابل کې د کورونو د کرایې نرخ د څرنګوالي په تړاو د معاملاتو لارښوونې ۴۳ دفترونه بررسي شول

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې توظیف شویو ټیمونو د کورونو د کرايې د کنټرول په موخه په تېرې یوې اوونۍ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې د معاملاتو لارښوونې ۴۳ دفترونه او یو شمېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۵
Background image

د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۳مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د پنجشیر ولایت د عدلیې رئیس قاري شکرالله احمد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۵۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 په ننګرهار ولایت کې د یاد ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۶ مه نېټه د چهار‌شنبې په ورځ، د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې د. . .

BACK TO NEWS