د محکمو له رییسانو سره همغږۍ په ناسته کې د پکتیا ولایت د عدليې رییس ګډون
د پکتیا ولایت د عدليې رییس مولوي محمد رییس محمدي د حقوقو او قضایاو له امرینو سره د ربیع الاول میاشت په ۲۹ نېټه د سه شنبې په ورځ د محکمو له رییسانو سره د همغږۍ په ناسته کې چې د دغه ولایت د استیناف محکمې په ریاست کې جوړه شوې وه ګډون وکړ.
دغې ناسته کې چې له محکمو سره په همغږۍ او د امارت د قضایاو او د حقوقو امریت د دوسیو په اړه جوړه شوې وه، د استیناف محکمې رییس، د استیناف محکمې د مدني دیوان رییس او د ښاري محکمې د مدني دیوان رییس ګډون کړی وو.
يه یاده ناسته کې د هغو حقوقي دوسیو په اړه چې د اړوند مراجعو لخوا له معروض علیه/علیهم د احضار د ضمانت ترلاسه کولو څخه پرته عدليې ریاست ته استول کیږي او دغه راز د امارتي ملکیتونو د غصب د مخنیوي دوسیو په اړه چې د امارت د قضایاو امریت او په محکمو کې تر دوران لاندې دي، بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه او د ستونزو د حل په برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.
په دغې ناسته کې د یادو ادارو رییسانو ژمنه وکړه چې د چارو لاښه پرمخ وړلو په منظور به خپلو کې لا زیاته همغږي ولري.
