د ننګرهار د عدلیې رئیس د دغه ریاست د مراجعینو کارنو ته د ژر تر ژره رسیده ګۍ په اړه ټینګار وکړ

waheed
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۲ - ۱۴:۱۶
.

د ننګرهار عدليې رئیس مولوي فاتح الله فاتح د دې ریاست په اداري ناسته کې ټینګار وکړ چې کارکوونکي باید د عدلیې ریاست د مراجعینو کارونو ته په فوري ډول رسیده ګي وکړي.

د ننګرهار  د عدلیې ریاست اداري ناسته د صفر المظفر میاشتې په ۱۶ نېټه د دوشنبې په ورځ د مولوي فاتح الله فاتح په مشرۍ او د دغه ریاست د بېلابېلو څانګو کارکوونکو او آمرینو په شتون کې جوړه شوه.

.

د ننګرهار د عدلیې رئیس کارکوونکو ته وویل چې باید په ټاکل شوي وخت خپلو دندو ته حاضر شئ، هغه ټینګار وکړ چې د مراجعینو کارونه باید په چټکۍ سره حل شي او همدا راز د اداري فساد پر وړاندې جدي مبارزه وشي.

همدا راز هغه وویل چې د ننګرهار په عدلیې ریاست کې شته ستونزې چې کارکوونکې ورسره مخ دي، ډیر ژر به د حل لاره پیدا کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS