د عدلیې وزارت او خیریه بنسټونو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۸ - ۱۵:۲۶

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د انسجام لوی ریاست د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۹ نېټه د سه شنبې په ورځ د عدلیې وزارت او خیریه بنسټونو ترمنځ د لا همغږۍ په منظور یوه غونډه جوړه کړه.

په دې غونډه کې د عدلیې وزارت د انسجام لوی رئیس مولوي احسان الله وثیق ، د جمعیتونو د چارو رئیس او د خیریه بنسټونو مسؤولينو ګډون کړی وو.

د عدلیې وزارت د انسجام لوی رئیس په دې غونډه کې د خیریه کارونو پر اهمیت ټینګار وکړ ویې ویل چې اسلامي امارت ژمن دی چې د هغو خلکو لپاره چې خیریه کارونه  تر سره کوي د کار زمینه او آسانتیاوې رامنځ ته کړي. هغه وویل د همدې له پاره د عدلیې وزارت د خیریه بنسټونو له پاره بانکي ضمانت له ۲ میلیونه افغانیو څخه ۵۰۰ زره افغانیو ته را ټيټ کړی او په پام کې ده چې په راتلونکې کې به د «بانکي سټيټمنټ» په عنوان وپېژندل شي او خیریه بنسټونه و کولای شي له هغه څخه ګټه واخلي.

هغه د خیریه بنسټونو مسؤولينو ته توصیه وکړه چې خپل کار ته پام وکړۍ او  زموږ له مظلوم او زورېدلي هیوادوالو سره چې له اقتصادي ستونزو او قیمتۍ سره مخ دي په ښه ډول سره مرسته او همکاري وکړي. همدا راز هغه د خیریه بنسټونو څخه وغوښتل  چې په ګډه توګه له اداري فساد سره مبارزه وکړي او هغه پای ته ورسوي.

مولوي احسان الله وثیق ټینګار وکړ چې بې وزلو سره د خوړو مرسته یوه لنډ مهاله د حل لار ده او له خیریه بنسټونو څخه یې وغوښتل چې خپلو کې همغږي شي او د یوې اوږدمهاله  حل لارې په اړه کار وکړي. همدا راز هغه دې ټکي ته اشاره وکړه چې خیریه بنسټونه دې متوجه اوسي چې د بهرنیو مرستو په ترلاسه کولو سره د بهرنیو بنسټونو د استفادې وړ و نه ګرځي او همدا راز سیاسي نه شي.

په دې غونډه کې د ټولنو د چارو رئیس په خپله وینا کې وویل چې د عدلیې وزارت هڅه کوي چې د خیریه بنسټونو له پاره ډیرې آسانتیاوې را منځ ته کړي.

په پای کې د خیریه بنسټونو مسؤولينو خپل نظرونه او ستونزې له جملې څخه یې له بانکوونو څخه د مرسته شویو پیسو د اخيستلو بندیزونه او په ولایتونو کې له سیمه ییزو مسؤولینو سره همغږۍ د عدلیې وزارت د انسجام د لوی ریاست له مقاماتو سره شریکې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۴:۵۵
Background image

د عدلیې وزیر په کابل کې د اندونیزیا سفارت له شارژدافیر سره وکتل او خبرې وکړې

 د اسلامي امارت د عدليې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په کابل کې د اندونیزیا سفارت له شارژدافیر ښاغلي نندا ایوالیست او د هغه له مل پلاوي سره وکتل او خبرې وکړې.

دا لیدنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۴:۴۷
Background image

په لغمان ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د لغمان ولایت د عدلیې رياست پلاوي، د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ په دغه ولایت کې له ۴ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۷
Background image

په کندز ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 په کندز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۳ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره. . .

BACK TO NEWS