د یوناما دفتر د قانون د واکمنۍ برخې له سرپرست سره د عدلیې وزارت د تقنین لوی رئیس کتنه

waheed
یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۵ - ۱۰:۰
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د قانون جوړونې او د علمي- حقوقي څیړنو د چارو د انستېتوت لوی رئیس فضل هادي صاحب زاده د روان هجري قمري کال د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۴ نېټه د پنجشنبې په ورځ د یوناما دفتر د قانون د واکمنۍ د برخې له سرپرست داکتر سامویل اوپوکو او له ملګري هیأت سره یې د دې وزارت په مقر کې وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

په دې کتنه کې، دواړو لورو په افغانستان کې د اساسي قانون، د قوانینو د پړاونو د تېرولو او د قانون واکمنۍ په باره کې خبرې وکړې.

ښاغلي سامویل د هغې پیښې  په خاطر چې د قندهار په لویه لار کې را منځ ته شوه او د عدلیې وزارت د یو رئیس د شهادت سبب شوه او دغه راز د افغانستان جنوب په ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله چې د افغانستان خلکو ته د سر د دروند زیان او زیات مالي تاوان سبب شوه. د یوناما د فتر د ډاډګیرنې  پیغام د عدلیې وزارت ته وړاندې کړ.

720

په دې کتنه کې د عدلیې وزارت د تقنین رئیس د قانون په واکمنۍ او په ټولنه کې د هغه په اهمیت باندې ټینګار وکړ او ویې ویل د امنیت ټينګښت او د جرمونو کمښت په ټولنه کې د قانون له واکمنۍ پرته ناشونی کار دی. هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت هڅه او هاند کوي چې د خلکو له پاره مناسب قوانین، امنیت او ښه ژوند برابر کړي.

هغه دغه راز وویل چې عالیقدر امیرالمؤمنین د عدلیې وزارت او نورو ادارو ته حکم کړی دی چې د قوانینو د بررسۍ پروسه ډیر ژر بشپړ کړي. هغه زیاته کړه چې په عدلیې وزارت کې د قوانینو د بررسۍ له پاره بېلابېلې کمېټې شتون لري چې د دین عالمان، مفتیان او قانون پوهان پکې شامل دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

په کابل کې د کورونو د کرایې نرخ د څرنګوالي په تړاو د معاملاتو لارښوونې ۴۳ دفترونه بررسي شول

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې توظیف شویو ټیمونو د کورونو د کرايې د کنټرول په موخه په تېرې یوې اوونۍ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې د معاملاتو لارښوونې ۴۳ دفترونه او یو شمېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۵
Background image

د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۳مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د پنجشیر ولایت د عدلیې رئیس قاري شکرالله احمد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۵۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 په ننګرهار ولایت کې د یاد ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۶ مه نېټه د چهار‌شنبې په ورځ، د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې د. . .

BACK TO NEWS