د اجیرانو د بستونو د بشپړتیا په اړه د عدلیې وزارت اطلاعیه
د افغانستان اسلامي امارت عدلیې وزارت څه موده مخکې خپل یو شمېر د اوومې او اتمې رتبې بستونه اعلام او رقابت ته وړاندې کړي وو چې په شرایطو برابرو فورمونه ترلاسه کړل، آزموېنه یې ورکړه او د اړتیا وړ شمېر یې جذب شول.
اوس مهال د عدلیې وزارت تش او د اعلام وړ بستونو نه لري او له ګرانو هیوادوالوڅخه غوښتنه کیږي چې په نوموړو بستونو کې د مقررۍ او د فورمې غوښتلو په منظور دې وزارت ته مراجعه نه کوي تر څو چې خپله سرګردانه نه شي او د اړوندو کارکوونکو د وخت د ضایع کیدو سبب و نه ګرځي.
د یادونې وړ ده چې هر کله بستونه رقابت ته وړاندې شول، موضوع به د عدلیې وزارت د وبسایټ او ټولنیزو پاڼو څخه اعلام شي.