په عدلیې وزارت کې د فاتحې د مراسمو غونډه ترسره شوه

waheed
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۰ - ۱۵:۳۸

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د غبرګولي په ۷ نېټه د شنبې په ورځ د دې وزارت د حقوقي مساعدتونو لوی رئیس مولوي محمد نور غاور د شهادت له کبله په دې وزارت کې د فاتحې د مراسمو غونډه ترسره کړه.

په دې غونډه کې د عدلیې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي صاحب عبدالحکیم شرعي، د دې وزارت رئیسانو او کارکوونکو او د مولوي محمد نور غاور د کورنۍ غړو ګډون کړی و.

د عدلیې وزارت سرپرست د مرحوم روح ته د دعا تر څنګ، د هغه پاتې کورنۍ ته تسلیت او غمرازي وړاندې کړه او مرحوم ته یې د لوی څښتن تعالی څخه د جنت الفردوس استدعا وکړه. په دې غونډه کې د یاسین سورت هم د ایصال ثواب لپاره تلاوت شو.

مولوي محمد نور غاور یو څو موده د عدلیې وزارت د امارت د قضایاوو د لوی رئیس په حیث کار وکړ او په دې وروستیو کې د دې وزارت د حقوقي مساعدتونو د لوی رئیس په حیث پر دنده ګمارل شوی و. هغه تېره اونۍ د جمعې په ورځ (د غبرګولي په ۳۰ نېټه) د  غزني ولایت اړونده سیمه کې د کابل- کندهار پر لوی لار د یوې ترافیکي پیښې په ترڅ کې په شهادت ورسید.

 

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

په کابل کې د کورونو د کرایې نرخ د څرنګوالي په تړاو د معاملاتو لارښوونې ۴۳ دفترونه بررسي شول

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې توظیف شویو ټیمونو د کورونو د کرايې د کنټرول په موخه په تېرې یوې اوونۍ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې د معاملاتو لارښوونې ۴۳ دفترونه او یو شمېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۵
Background image

د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۳مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د پنجشیر ولایت د عدلیې رئیس قاري شکرالله احمد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۵۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 په ننګرهار ولایت کې د یاد ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۶ مه نېټه د چهار‌شنبې په ورځ، د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې د. . .

BACK TO NEWS