د ځمکو د شخړو د حل کمېسیون درېیمه ناسته ترسره شوه

waheed
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۵ - ۱۰:۱۶

د ځمکې د شخړو د حل کمېسیون درېیمه غونډه، د ۱۴۰۱ د غوایي په ۲۰ مه د سه شنبې په ورځ د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي صاحب عبدالحکیم شرعي، په ریاست تر سره شوه.

په دې ناسته کې د کمېسیون  نورو غړو هر یو د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست حمدالله نعماني، د لوی څارنوالۍ سرپرست مولوي شمس الدین پهلوان، د سترې محکمې د دارالانشأ رئیس مفتي عبدالرشید سعید، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد، د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال او د اسلامي امارت چارو د ادارې د انسجام مرستیال شیخ نورالحق  انور ګډون کړی و.

د کمېسیون غړو په دې ناسته کې په هغې طرحې چې د عدلیې وزارت د تقنین ریاست لخوا د ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره برابره کړې وه، بحث او نظرونه یې سره تبادله کړل.

په دې ناسته کې، نوموړې طرحه د یو لړ نظرونو او اصلاحي وړاندیزونو په وړاندې کولو سره د تأیید وړ و ګرځیده.

د ځمکې د شخړو د حل کمېسیون د محترم امیرالمؤمنین د لارښوونې پر بنسټ، د عدلیې وزارت د سرپرست شیخ الحدیث مولوي صاحب عبدالحکیم شرعي په ریاست او اړوندو ادارو په غړیتوب را منځته شوی تر څو د دولتې ځمکو له غصب څخه مخنیوی وکړي او د ځمکې د شخړو د حل په برخه کې دې اقدام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS