په زابل کې د ۲ زره جریبه دولتي ځمکې له غصب څخه مخنيوی وشو
د زابل ولایت عدلیې ریاست او د کډوالو آمریت د سیمه ییز مسوولینو او امنیتی ارګانونو په همکارۍ د دې ولایت د ۲ زره جریبه دولتي ځمکې له غصب څخه مخنیوی وکړ.
دغه ځمکې د زابل ولایت د کډوالو ښارګوټي پورې اړه درلوده او ټاکل شوې وه چې پر دې باندې د کډوالو لپاره ښارګوټی جوړ شي خو مخکې له جوړېدو د غاصبانو او زورواکو لخوا غصب او رغندیز کارونه یې پېل شوي وه.
د دې ولایت مسوولینو په وینا، غصب شوې ځمکې له غاصبانو څخه بېرته اخیستل شوې او د یاد ولایت د کډوالو آمریت په واک کې ورکړل شوې دي.
