د عدلیې په وزارت کې د قرآنکریم د ختم مراسم پر ځای شول

waheed
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۴ - ۱۲:۲۶

د عدلیې په وزارت کې د قرآن عظیم الشان د ختم مراسم د دې وزارت د سرپرست شیخ‌الحدیث مولوی عبدالحکیم شرعي، مسلکي معین شیخ عبدالکریم حیدر او د یو شمیر کارکوونکو په شتون پر ځای شول.

دغه مراسم د روان کال د وري د میاشتې په نهه ویشتمه د سه شنبي په شپه د ماسختن د لمانځه له ادا کولو څخه وروسته پرځای شول او د عدلیې وزارت سرپرست د قرانکریم حافظانو ته د مبارکې په ترڅ کې هغوي ته سپارښتنه وکړه چې د قرآنکریم په سم حفظ او تجوید او هم د دیني علومو په زده کړه کې هڅه او هاند وکړي.

هغه د عدلیې وزارت هغو رئیسانو او کارکوونکو ته چې د شپې لخوا په وزارت کې پاتې کېږي هم سپارښتنه وکړه چې خپل پنځه وخته لمونځونه په جماعت سره اداء کړی.

د عدلیې وزارت مسلکي معین شیخ عبدالکریم حیدر هم په خپلو خبرو کې د مسئولینو په عجز او تواضع باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې مسئولین دې باید خپلو دیني او دنیوي مسولیتونو ته پاملرنه وکړي.

له بلې خوا هم د عدلیې وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس د قرآن عظیم آلشان د ختم د مبارکې په ترڅ کې وویل چې موږ باید د الله تعالي د نعمتونو شکر اداء کړو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS