د ځمکې د شخړو د حل د کمېسیون دوه یمه غونډه جوړه شوه

waheed
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۴ - ۱۱:۴۳

د ځمکې د شخړو د حل د کمېسیون دوه یمه غونډه د ۱۴۰۱ کال د وري د میاشتې په ۳۰ نېټه د سه شنبې په ورځ د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د سرپرست شیخ الحدیث مولوي صاحب عبدالحکیم شرعي په مشرۍ جوړه شوه.

په دې غونډه کې د کمېسیون نورو غړو هر یوه د ښار جوړولو او اراضۍ وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د لويې څارنوالۍ سرپرست مولوي شمسالدین پهلوان، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد، د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال او د اسلامي امارت د چارو د ادارې د انسجام مرستیال شیخ نورالحق انور برخه لرله.

د کمېسیون غړو په دې غونډه کې په هغې طرحې باندې چې د عدلیې وزارت د قانون جوړونې لخوا د دولتي ځمکو له غصب څخه د مخنیوي لپاره برابره شوې بحث وکړ او نظر یې سره شریک کړ او خپل اصلاحي نظرونه یې د دې طرحې د بډاینې په منظور مطرح کړل.

په دې غونډه کې پرېکړه وشوه ترڅو یاده طرحه د مطرح شویو اصلاحي وړاندیزونو په پام کې نیولو سره اصلاح او د کمېسیون راتلونکې غوندې ته دې وړاندې شي.

د ځمکې د شخړو د حل کمېسیون د عالي قدر امیرالمؤمنین د لارښوونې پر بنسټ د کابینې په هغې فوق العاده غونډه کې چې په قندهار ولایت کې جوړه شوې وه، د عدلیې وزارت د سرپرست شیخ الحدیث مولوي صاحب عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د اړوندو ادارو په غړیتوب جوړ شوی دی تر څو د دولتي ځمکو له غصب څخه مخنیوۍ وکړي او هم د ځمکې د شخړو د حل په برخه کې اقدام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS