د عدلیې وزارت د تقنین د ستاژرانو د لومړي سمستر آزموینه واخیستل شوه

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳۱ - ۱۲:۲۰

د عدلیې وزارت د دې وزارت د تقنین له ستاژرانو څخه چې د وروستیو بدلونونو په دلیل د هغوي د لومړي سمستر آزموینه ځنډېدلې وه، آزموینه واخیستله او ټاکل شوې ده د تقنین د ستاژ دوه یم سمستر ډیر ژر پيل شي.

دغه آزموینه د سه شنبې په ورځ ، د وري په ۳۰ د (۵۶) تنو ستاژرانو په ګډون چې د دولت له  بیلابیلو ادارو او د شرعیاتو او حقوقو څانګو څخه فارغ شوي وو په عدلې وزارت کې واخیستل شوه.

د عدلیې وزارت د مقام له لارښونو سره سم د تقنین د ستاژ لوست به د وزارت د قانون جوړونې او د علمي-حقوقي څیړنو د چارو د انستیتوت د لوی ریاست  لخوا د دې ستاژ د رسمي نصاب له کتنې او څیړنې وروسته ډیر ژر پیل شي.

د عدلیې وزارت کال په کال د دولتي ادارو یو شمیر کارکونکي او دحقوقو او شرعیاتو د څانګو فارغان د تقنین په ستاژ کې جذبوي او په دې دوره کې په قانون جوړونې پورې ځانګړې زدکړې هغوې ته ورکول کیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS