د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو د اداري ناستې جوړول

waheed
شنبه ۱۴۰۱/۱/۲۷ - ۱۱:۵۵

د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو اداري ناسته د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۱ د وري په ۲۴ مه د عدلیې وزارت د مسلکي معین شیخ عبدالکریم حیدر په مشرۍ جوړه شوه.

په دې ناسته کې د مرکزي او ولایتي رئیسانو لپاره د رسمي محافظینو، د عدلیې ریاستونو د محافظینو د ټاکلو، د عدلیې وزارت د ریاستونو د قوانینو د بررسۍ، د مدافع وکیلانو د مهمو ریاستونو د اړتیاوو د برابرولو، د ننګرهار ولایت د مدافع وکیلانو د اجناسو موضوع، د جواز له ورکړې څخه مخکې د مدافع وکیلانو څخه د ازموینې د اخیستلو، د آنلاین اداري درسونو، په شخصي پوهنتونونو کې د کارکوونکو د زده کړو، د تقنین د ستاژ د دورې د درسونو د پیلولو، د محصلینو د معاش او آمرینو او مدیرانو ته د وسلې د حمل جواز ورکولو په اړه چې د مجاهدینو له جملې څخه دي د عدلیې وزارت ته بحث وکړ او نظر یې تبادله کړ.

په دې ناسته کې یو ۵ کسیز پلاوی موْظف شو تر څو د امنیت، درجې او د هر ولایت د مراجعینو شمېر ته په کتو د ولایتونو د عدلیې ریاستونو د ساتونکو شمېر مشخص کړي. همداراز پرېکړه وشوه چې د عدلیې رئیسان دې خپل ساتونکي په خپله وټاکي او په هغه صورت کې چې رئیسان ساتونکي ونلري د کورنیو چارو وزارت ورته ساتونکی ټاکي.

همداراز د آنلاین اداري زده کړو د پیل په اړه پرېکړه وشوه چې ډېر ژر د دې برخې د استادانو تش بستونه اعلان ته وسپاري. د غونډې غړو د تقنین د ستاژ د دورې د درسونو د پیل په اړه هم یوه کمېټه وټاکله تر څو د تقنین د ستاژ د دورې درسي نصاب له شرعي، عقیدتي او د اسلامي امارت د پالیسۍ له لحاظه وڅېړي.

په دې ناسته کې پرېکړه وشوه هغه آمرین او مدیران چې د مجاهدینو له جملې څخه دي، وزارت ته دې د وسلې د حمل جواز ورکړل شي. همداراز پرېکړه وشوه چې د عدلیې وزارت د ریاستونو د قوانینو د بررسۍ کار، د مدافع وکیلانو د ریاست د اړتیاوو برابرول، د ننګرهار ولایت د مدافع وکیلانو د اجناسو موضوع او د کارکوونکو زده کړه په هغو شخصي پوهنتونونو کې چې مخکې پیل شوې او تر یوه حده پورې پرمخ تللي، ډېر ژر باید بشپړ شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د عدلیې وزیر د کابل د ځینو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ذوالقعدې میاشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر فعالو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره په خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

BACK TO NEWS