د اروزګان د عدلیې ریاست د عدلیې وزارت د پلاوي تر څېړنې لاندې ونیول شو
د عدلیې له وزارت څخه یوه پلاوي د مفتي فضل هادي ( صاحب زاده) په مشرۍ چې د ولایتونو د عدلیې ریاستونو د څېړنې لپاره مؤظف شوی دی د پنجشنبې په ورځ، د وری د میاشتې په ۱۱ نېټه د اروزګان ولایت ته سفر وکړ.
دغه پلاوي چې د عدلیې وزارت د نورو ریاستونو رئیسان او استازي هم په کې شامل دي، د اروزګان د عدلیې ریاست بېلابېلې برخې او د دې ریاست د کارکوونکو د کړنو څرنګوالی و ارزوه.
دغه پلاوي دغه راز د عدلیې ریاست له کارکوونکو او مسوولانو سره وکتل او د هغوي ستونزې یې واورېدې او د هغو د حل کولو په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.
دغه پلاوي دغه راز د اروزګان له والي سره وکتل او د سیمه ییزو ادارو تر منځ د همغږۍ په پیاوړتیا باندې ټینګار وکړ او شته ستونزو یې هم له هغه سره شریکې کړې.
د اروزګان والي هم د عدلیې وزارت پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د عدلیې ریاست د ستونزو د حل کولو په برخه کې به لازم اقدامات ترسره کړي.
