د هلمند ولایت له عدلیې ریاست څخه ليدنه

waheed
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۴ - ۱۲:۴۶
.

د ولایتونو له عدلیې ریاستونو څخه د ليدنې او څارنې په لړ کې، د عدلیې وزارت د مالي او اداري رئیس مفتي فضل هادي ( صاحب زاده) په مشري د بېلابېلو ادارو له رئیسانو او استازو څخه جوړ پلاوي د ۱۴۰۱ کال د وری ۹ د سه شنبې په ورځ هلمند ولایت ته سفر وکړ.

دغه پلاوي، په سر کې د دې ولایت د عدلیې ریاست له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه او د دې ریاست د کارکوونکو د مسلکي او اداري کړنو څرنګوالی وڅاره او وڅېړه. یاد پلاوي د دې ریاست د کارکوونکو ستونزې واورېدې او د هغو د حل په منظور لازم لارښودونه وکړه.

720

یاد پلاوي په مرکز او ولسوالیو کې د عدليې ریاست تشکیل او تعیینات هم و ارزول.

همداراز دغه پلاوي د هلمند ولایت د والي له مرستیال سره وکتل او د حقوقو او د امارت د قضایاوو په برخه کې د عدلیې ریاست ستونزې ورسره شریکې کړې.

د هلمند ولایت د والي مرستیال ژمنه وکړه چې د عدلیې ریاست ستونزو ته به رسېدنه وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۱۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۷
Background image

په نيمروز ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د ۲۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

په ننګرهار کې یو شمېر مدافع وکيلانو لپاره زده‌کړيزه برنامه ترسره شوه

 د ننګرهار ولايت د عدليې رياست د روژې د مياشتې په ۹مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د ياد ولايت د مدافع وکيلانو د ظرفيت لوړولو په موخه هغوی لپاره يوه ورځنۍ زده‌کړيزه برنامه جوړه کړه.

دا برنامه. . .

BACK TO NEWS