د قندهار ولایت له عدلیې ریاست څخه د عدلیې وزارت د پلاوي لیدنه

waheed
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۴ - ۱۱:۸
.

د ولایتونو له عدلیې ریاستونو څخه د لیدنې او څارنې په لړ کې، د عدلیې وزارت د مالي او اداري رئیس مفتي فضل هادي صاحب زاده په مشرۍ د بېلا بېلو ادارو له رئیسانو او استازو څخه جوړ یو پلاوی د ۱۴۰۱ د وري په ۸ مه د دوشنبې په ورځ قندهار ولایت ته سفر وکړ.

دغه پلاوي، په لومړي سر کې د دې ولایت د عدلیې ریاست بېلا بېلې څانګې ولیدلې او د دې ریاست د کارکوونکو د مسلکي او اداري اجراآتو څرنګوالی و څاره او وڅېړه. یاد پلاوي ددې ریاست د کارکوونکو ستونزې واوریدلی او د هغو د حل په منظور هغوی ته یې لازمې سپارښتنې وکړلی.

1000

همداراز یاد پلاوي د قندهار ولایت د والي مرستیال مولوي حیات الله مبارک سره ولیدل او د ځای کموالي او لېږدوونکې واسطې د نشتوالي په برخه کې د عدلیې ریاست ستونزې او همداراز یې له نوموړي سره د حقوقو او د امارت د قضایاوو د آمریتونو ستونزې شریکې کړې.

همداراز یاد پلاوي په ولسوالیو کې د حقوقو د مدیریتونو د فعالولو په برخه کې ددې ولایت له مقام څخه د همکارۍ غوښتونکی شو.

د قندهار والي مرستیال ژمنه وکړه چې د عدلیې ریاست ستونزو ته به رسیدګي وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS