د عدلیې وزارت عمومي ناسته د دې وزارت د سرپرست په مشرۍ جوړه شوه

waheed
شنبه ۱۴۰۱/۱/۶ - ۱۵:۳۱

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوی عبدالحکیم شرعي، د ۱۴۰۱ د وري ۶ مه د شنبې په ورځ د دې وزارت د مرکزي رئیسانو او آمرینو په ګډون د وزارت عمومي ناسته جوړه کړه.

په دې ناسته کې شیخ صاحب قندهار ولایت ته د خپل سفر پایلې، په هغه ولایت کې د کابینې فوق العاده ناسته او د دې وزارت مسوولینو ته د چارو د ښو اجراء کولو لپاره د عالیقدر امیر الموْمنین شیخ الحدیث والتفسیر هبت الله اخندزاده صاحب توصیې وړاندې کړې.

هغه وویل عالیقدر امیرالموْمنین ټینګار وکړ چې په ادارو کې کار او خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر باید چټک شي او هم دې د عدلیې وزارت له شریعت سره سم د قوانینو د برابرولو په برخه کې ګام واخلي. همداراز نوموړي عدلیې وزارت ته لارښوونه کړی تر څو د ادارو د ورځنیو چارو د اجراء کولو لپاره قوانین جوړ شي او همداراز شته قوانین دې له شریعت سره سم عیار شي.

شیخ صاحب د عالیقدر امیرالموْمنین خبرو ته په اشارې د ادارو د تشکیل په برخه کې او دا چې تشکیل باید له ضرورت سره سم وي، څرګنده کړه چې ډېر ژر به د عدلیې وزارت د تشکیل د بیا کتنې او څېړنې کار پیل شي او په ادارو کې به د هر شخص مسوولیت مشخص شي.

د عدلیې وزارت سرپرست د نن ورځې په ناسته کې د وزارت رئیسانو او نورو کارکوونکو ته توصیه وکړه تر څو خپلې دروازې د خلکو پرمخ پرانیستی وساتي او د الله ج د رضا په خاطر له خلکو سره ښه چلند او سلوک وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

په کابل کې د کورونو د کرایې نرخ د څرنګوالي په تړاو د معاملاتو لارښوونې ۴۳ دفترونه بررسي شول

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې توظیف شویو ټیمونو د کورونو د کرايې د کنټرول په موخه په تېرې یوې اوونۍ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې د معاملاتو لارښوونې ۴۳ دفترونه او یو شمېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۵
Background image

د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۳مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د پنجشیر ولایت د عدلیې رئیس قاري شکرالله احمد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۵۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 په ننګرهار ولایت کې د یاد ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۶ مه نېټه د چهار‌شنبې په ورځ، د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې د. . .

BACK TO NEWS