د اروپا د سولې د انستیتوت اجرائیه رئیس سره د عدلیې وزیر لیدنه

waheed
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۵ - ۱۱:۱۰

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي صاحب، د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۰ کال د حوت په ۱۱ په خپل کاري دفتر کې د اروپا د سولې انستیتوت له اجرائیه رییس مایکل کیتنګ او مل پلاوي سره ولیدل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.

په دغه لیدنه کې، د اروپا د سولې انستیتوت اجرائیه رئیس وویل چې افغانستان ته زموږ د سفر موخه دا ده چې د افغانستان وضعیت له نږدې څخه و ګورو او د اسلامي امارت له مشرانو سره خبرې اترې وکړو او د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړو. هغه وویل چې دا درېیم ځل دی چې افغانستان ته سفر کوي خو دا ځل ډېر خوشحال دی چې په افغانستان کې جګړه نشته او خلک په سوله کې ژوند کوي.

د عدلیې وزارت سرپرست، د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي ګډون په اوسلو کنفرانس کې او د بهرنیو هېوادونو له استازو سره د لیدنو په اړه د اروپا  د سولې انستیتوت اجرائیه رئیس ته معلومات ورکړل او وې ویل چې د افغانستان اسلامي امارت څخه د بهرنیو هېوادونو مهمې غوښتنې د بشر حقوق، ټول ګډون حکومت، د ښځو حقوق او  انجونو ته د تعلیم اجازه وه چې الحمدلله د انجونو ښوونځي پرانیستل شول او سوداګرۍ او بانکي ستونزې یوڅه کمې شوي دي. هغه وویل چې اسلامي امارت ټول ګډون دی او ټول قومونه په کې شتون لري.

د عدلیې وزارت سرپرست وویل چې بهرني هېوادونه باید د افغانستان اسلامي امارت سره اړیکه ولري  او غوښتنه مودا ده چې اړیکې مو باید دوامداره وي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS