مدافع وکیلانو د اسلامي امارت د کابینې له پرېکړې څخه ملاتړ وکړ

waheed
یکشنبه ۱۴۰۰/۹/۲۸ - ۱۲:۱۴

د شمالي زون په شمول ډ‌ېرو نورو ولایتونو کې  تر سلو زیاتو مدافع وکیلانو د اړوند ولایتونو د ریسانو سره په لېدنه کې د اسلامي امارت له دې پرېکړې څخه یې، چې د مدافع وکیلانو انجمن دې په عدلیې وزارت کې مدغم شي خپل ملاتړ څرګند کړ.

د شمالي زون مدافع وکیلانو د بلخ ولایت د عدلیې  د ریس سره په لیدنه کې اعلان وکړ، چې دوي د اسلامي امارت د سیاست او برنامو څخه ملاتړ کوي، او د اسلامي امارت د پالیسۍ سره سم د خلکو خدمت ته چمتو دي.

همدارنګه ډېرو نورو مدافع وکیلانو هم پروان،هرات،غور او نورو ولایتونو کې د اړوندو ولایتونو د ریسانو سره په لیدنه کې د افغانستان د اسلامې امارت د دې پریکړې چې د مدافع وکیلانو انجمن ‎دې په وزارت عدلیه کې مدغم شي،هر کلی کړی دی،او دا یې یو نیک ګام بللی دی.

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS