په کابل کې ۲۳ د معاملو لارښوونې او موټر پلورنځي وتړل شو

waheed
یکشنبه ۱۴۰۰/۹/۷ - ۱۴:۱۲
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کابل ښار په اووه لسمه حوزه کې د ۳۹ د معاملو د لارښوونې دفترونه او موټر پلورنځیو د سندونو له بررسي څخه وروسته، د سرغړونې او غیر قانوني فعالیت په سبب ۲۳ د معاملو د لارښونې او موټر پلورنځۍ یې وتړلې.

تېره اونۍ د معاملو د لارښونې څخه د څارنې او بررسي لپاره د وزارت ټاکل شوي پلاوې د دې وزارت د معاملو د لارښونې ریاست د رئیس مولوي احسان الله وثیق په ګډون د کابل ښار د اووه لسمې حوزې د سر کوتل، شهرک صفا او شهرک طلایي په سیمه کې د معاملو د لارښونې له دفترونو او موټر پلورنځیو څخه څارنه ترسره کړه.

دغه پلاوي د معاملو د لارښونې دفترونو او موټر پلورنځیو د سندونو له بررسي څخه وروسته، دغیر قانوني فعالیت او په ټاکلي موده کې د جواز نه تمدید له امله ۱۴ بابه د معاملو د لارښوونې دفتر او ۹ بابه موټر پلورنځۍ یې (مهر او لاک) وتړلې.

د دغه پلاوي له خوا تړل شوي د معاملو د لارښوونې دفترونه او موټر پلورنځيو له دې وروسته د معاملو د ترسره کولو حق نه لري.

د عدلیې وزارت د معاملو د لارښوونې او موټر پلورنځیو له ټولو مسوولینو څخه غواړي چې د جواز د ترلاسه کولو او تمدید سره خپل فعالیت قانوني کړي. دغه وزارت همداشان له ټولو محترمو ښاریانو څخه غواړي چې  په دغو دفترونو کې د خپلو معاملو له ترسره کولو څخه مخکې د عدلیې په وزارت کې د معاملو دلارښوونې او یا موټر پلورنځۍ له ثبت څخه ډاډ ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

په کابل کې د کورونو د کرایې نرخ د څرنګوالي په تړاو د معاملاتو لارښوونې ۴۳ دفترونه بررسي شول

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې توظیف شویو ټیمونو د کورونو د کرايې د کنټرول په موخه په تېرې یوې اوونۍ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې د معاملاتو لارښوونې ۴۳ دفترونه او یو شمېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۵
Background image

د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۳مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د پنجشیر ولایت د عدلیې رئیس قاري شکرالله احمد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۵۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 په ننګرهار ولایت کې د یاد ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۶ مه نېټه د چهار‌شنبې په ورځ، د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې د. . .

BACK TO NEWS