د افغانستان د اسلامي أمارت د عدلیې وزارت ابلاغیه

waheed
یکشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۸ - ۱۰:۷

په دې ورستیو کې په فیسبوک، ټیوټر، تلیګرام، انستاګرام او نورو ټولنیزو شبکو کې د افغانستان اسلامي امارت د حکم، قانون، پالیسي او اصولو تر عنوان لاندې اکاذیب خپرېږي چې دغه ډول خپرونې د خلکو د ذهنیتونو د خرابولو باعث ګرځي.

د افغانستان اسلامي أمارت نه یواځې دا چې دغه ډول ناروا خپرونې په کلکه ردوي، د ټولو وزارتونو او ادارو څخه غواړي هر یو په خپله اړوندو ساحو کې دغه شایعات ژر تر ژره او په موقع رد کړي.

دکشف او د تعقیب له ادارو څخه په کلکه غوښتنه کېږي چې د دغه راز افواهاتو خپرونکي تعقیب او د قانون منګلو ته یې وسپاري.

                                                                                                     والسلام

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS