۳۳ تنو مدافع وکيلانو ته د فعالیت جواز وويشل شو

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۵:۵۲
.

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست د ربیع الاول د مياشتې په لومړۍ نېټه د چهارشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ۳۳ تنو غوښتونکو ته د دفاع وکالت د فعالیت جوازونه وویشل.

په دغو مراسمو کې د عدلیي وزارت د مدافع وکیلانو رئیس مولوي رحمت الله حقاني او د یاد ریاست نورو مسؤولینو حضور درلود او د دفاع وکالت د جواز ۳۳ تنو غوښتونکو چې ازموینه او د دغې پروسې نور پړاوونه یې په بریالیتوب سره تېر کړي وو، خپل جوازونه ترلاسه کړل.

په دغو مراسمو کې د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس د دفاع وکالت یوه مهمه، پاکه او سپیڅلې دنده وبلله او له مدافع وکيلانو څخه یې غوښتنه وکړه چې خپلې دندې په پوره امانت دارۍ او صداقت سره  ترسره کړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې مدافع وکیلان د عدلیې وزارت استازي دي او د خپلې دندې په جریان کې باید له حق څخه دفاع وکړي او مادیاتو ته پاملرنه ونه‌لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۱:۱۰
Background image

د پروان ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته جوړه شوه

د پروان ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته د ربیع الاول د مياشتې په ۴ مه نېټه د شنبې په ورځ د عدليې رئیس مولوي حیات الله امين  په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه. . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۱۹
Background image

د کابل ښار په څلورمې او لسمې ناحیو کې له ۲۱ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د کابل ښار په څلورمې او لسمې ناحیو کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

دغه نظارت او بررسي د صفرالمظفر. . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۱:۳۶
Background image

د زابل ولایت د عدلیي ریاست کارمندانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړیدل

د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د زابل ولایت د عدلیې ریاست کارمندانو لپاره «د امارت د قضایاو مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د یاد ریاست په مقر کې. . .

BACK TO NEWS