۲۸ متقاضیانو ته د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل شول

hakeem_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۶:۱
.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو چارو ریاست د  شوال د میاشتې په ۱۲ مه نېټه د یکشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل.
په دغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په عدلیې وزارت کې جوړ شوي وو، د الله تعالی د سپیڅلي کلام د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول او د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو چارو رئیس مولوي سکندر یحیی عابد او د یاد وزارت نورو مسؤلینو په کې ګډون درلود
په دغو مراسمو کې د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت له جواز غوښتونکو سره یې لازم معلومات شریک کړل او هغوی یې خپلو مسؤولیتونو او مکلفیتونو ته متوجه کړل
په یادو مراسمو کې، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جواز غوښتونکو ته له دې دندې او د هغوی له مکلفیتونو سره د لازیاتې پېژندګلوۍ په منظور پوهاوی او لازم معلومات ورکړل شول او ۲۸ تنو غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه، وویشل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۵
Background image

په لغمان ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د لغمان ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي په تېرو دوو ورځو کې، په دغه ولایت کې له ۱۳ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۳
Background image

په هرات ولایت کې د عریضه‌لیکونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه زده‌کړیزه برنامه جوړه شوه

 د هرات ولایت د عدلیې ریاست د رجب‌المرجب د میاشتې په ۲۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د هرات ښار یو شمېر عریضه‌لیکونکو ته د عریضه‌لیکنې د اصولو تر عنوان لاندې زده‌کړیزه برنامه جوړه کړه.
په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۹:۴۰
Background image

د عدلیې وزیر خلکو ته په اخلاص سره پر کار او خدمت کولو ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د یاد وزارت د رهبرۍ شورا په غونډه کې ټینګار وکړ چې د دغه وزارت هر کارکوونکی او مسؤول دې په اخلاص سره خلکو ته د خدمت. . .

BACK TO NEWS