۲۴۵ تنو غوښتونکو لپاره د دفاع وکالت د ستاژ برنامې د دوه یمې دورې د پیل په اړه د عدليې وزارت خبرتیا
د اسلامي امارت د عدليې وزارت، ۲۴۵ تنو غوښتونکو لپاره د دفاع وکالت د ستاژ برنامې دوه یمه دوره د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په لومړۍ نېټه جوړوي.
یاد غوښتونکي چې د هغوی نوملړ د خبرتیا په پای کې درج شوی دی، کولی شي له لومړۍ نېټې څخه د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د تلې د میاشتې ۳۰ نېټې پورې د عدليې وزارت د قانون جوړونې د چارو انستېتوت د قوانینو د مطالعې، تشریح او زده کړو دیپارتمنت ته په مراجعې سره، د یادې برنامې د تعرفې فیس ترلاسه کړي او د دفاع وکالت ستاژ لپاره نوم لیکنه وکړي.
د دفاع وکالت د ستاژ برنامه دوه سمستره ده او په دغې برنامې کې تدریس د ګوګل میټ (Google Meet) له لارې ترسره کیږي. ستاژارن اړ دي چې د هر سمستر په پای کې ۱۵ ورځو لپاره د عدليې وزارت مقر ته حاضر شي او اړوندو عملي زده کړو او آزموینو کې برخه واخلي.
د یادې برنامې د غوښتونکو نوملړ له (دغه ځای)څخه ترلاسه کولی شئ.