۲۰ متقاضیانو ته د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل شول

hakeem_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۵:۹
.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو چارو ریاست د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۰ مه نېټه د یکشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل.

په دغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په عدلیې وزارت کې جوړ شوي وو، د الله تعالی د سپیڅلي کلام د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول او د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو چارو رئیس مولوي سکندر یحیی عابد او د یاد وزارت نورو مسؤلینو په کې ګډون درلود

په دغو مراسمو کې د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت له جواز غوښتونکو سره یې لازم معلومات شریک کړل او هغوی یې خپلو مسؤولیتونو او مکلفیتونو ته متوجه کړل

په یادو مراسمو کې، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جواز غوښتونکو ته له دې دندې او د هغوی له مکلفیتونو سره د لازیاتې پېژندګلوۍ په منظور پوهاوی او لازم معلومات ورکړل شول او ۲۰ تنو غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه، وویشل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۴:۵
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه، د محرم‌الحرام د مياشتې په ۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۴:۰
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۳:۵۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۷۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د ننګرهار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې. . .

BACK TO NEWS