۱۵متقاضیانو ته د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل شول

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۳:۱۷
.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو چارو ریاست د  محرم الحرام د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د یکشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل.
په دغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په عدلیې وزارت کې جوړ شوي وو، د الله تعالی د سپیڅلي کلام د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول او د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو چارو رئیس مولوي سکندر یحیی عابد او د یاد وزارت نورو مسؤلینو په کې ګډون درلود.
په دغو مراسمو کې د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت له جواز غوښتونکو سره یې لازم معلومات شریک کړل او هغوی یې خپلو مسؤولیتونو او مکلفیتونو ته متوجه کړل
په یادو مراسمو کې، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جواز غوښتونکو ته له دې دندې او د هغوی له مکلفیتونو سره د لازیاتې پېژندګلوۍ په منظور پوهاوی او لازم معلومات ورکړل شول او ۱۵ تنو غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه، وویشل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۴
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له يو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د جمادی‌الآخرة د مياشتې په ۴ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د هرات ښار په څلورمه ناحيه کې  د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۶ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال په لړم (عقرب) میاشت کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۸۵ دفترونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د یوې میاشتې په اوږدو کې د عدلیې وزارت لخوا د ۹۳۸۳ رسمي سندونو د ژباړې تصدیق

 د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي ریاست د تقنیني سندونو د ژباړې او رسمي سندونو د تصدیق ریاست د روان کال د لړم (عقرب) میاشتې په ترڅ کې د ۹۳۸۳ رسمي سندونو ژباړې یې تصدیق کړي دي.

له دغو. . .

BACK TO NEWS