یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل شول

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۱۴:۵
.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو ریاست د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۱۶ نېټه د یکشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په عدلیې وزارت کې جوړ شوي وو، د الله تعالی د سپیڅلي کلام د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول او د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو رئیس مولوي سکندر یحیی عابد او د یاد وزارت نورو مسؤلینو برخه اخیستې وه.

په دغو مراسمو کې د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت له جواز غوښتونکو سره یې لازم معلومات شریک کړل او هغوی خپلو مسؤلیتونو او مکلفیتونو ته متوجه کړل.

په دغو مراسمو کې، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جواز غوښتونکو ته د هغوی له مکلفیتونو او له دغې دندې سره د لازیاتې پېژندګلوۍ په منظور پوهاوی او لازم معلومات ورکړل شول او ۲۳ تنو غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه، وویشل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۰:۱۲
Background image

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست زلزله‌ځپلو لپاره د مرستو راټولولو په موخه له خیریه بنسټونو او اتحادیو سره د همغږۍ ناسته وکړه

 د پکتیا ولایت عدلیې ریاست د ربیع‌الاول د میاشتې په ۹مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د هېواد په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له کبله د زیانمنو شویو کورنیو لپاره د مرستو راټولولو په موخه د یاد ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۲۰
Background image

۱۶ خیریه بنسټونو او اتحادیو د کنړ ولایت له زلزله‌ځپلو سره مرستې وکړې

 د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د شدیدې زلزلې په دوهمه او درېیمه ورځو کې چې ډېر تلفات او زیانونه یې اړولي، ۱۰ خیریه بنسټونو او ۶ اتحادیو او یو شمېر خيِرو اشخاصو د کنړ او ننګرهار د عدلیې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۳۱
Background image

د ننګرهار خیریه بنسټونو د کنړ ولایت له زلزله‌ځپلو سره مرستې وکړې

 د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د زلزلې له رامنځته کېدو وروسته چې ډېر تلفات او زیانونه یې اړولي، په ننګرهار ولایت کې ۸ خیریه بنسټونو او یوې اتحادیې د یاد ولایت د عدلیې ریاست په همغږۍ د دې. . .

BACK TO NEWS