یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل شول

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۵ - ۱۱:۴۹
.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو ریاست د رجب المرجب د میاشتې په ۲۳ نېټه د یکشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په عدلیې وزارت کې جوړ شوي وو، د الله تعالی د سپیڅلي کلام د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوو او د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو رئیس مولوي سکندر یحیی عابد او د یاد وزارت نورو مسؤلینو په کې برخه اخیستې وه.

په دغو مراسمو کې د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت له جواز غوښتونکو سره یې لازم معلومات شریک کړل او هغوی یې خپلو مسؤلیتونو او مکلفیتونو ته متوجه کړل.

په دغو مراسمو کې، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جواز غوښتونکو ته د هغوی له مکلفیتونو او له دغې دندې سره د لازیاتې پېژندګلوۍ په منظور پوهاوی او لازم معلومات ورکړل شول او ۲۵ تنو غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه، وویشل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۱
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په درېیمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS