کندز ولایت کې ۷ زره جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه
د کندز ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه. دغه راز یاد هیئت دغه ولایت کې له ځینو سیمو څخه لیدنې وکړه او ځینې ځمکې یې امارتي تثبیت کړې.
دغه هيئت، د شیر خان بندر په چهل کپې او د امام صاحب په چموس کول سیمو کې ۷ زره جریبه ځمکه چې یوه برخه یې ځنګل، یو برخه څړځای او بله برخه یې کرنیزه ځمکه ده، بررسي او دغه ځمکه یې امارتي تثبیت کړه. د یادې ځمکې نږدې ۱ زر او ۴۲۷ جریبه ځمکه د یو شخص تر اجارې لاندې او ۱۰۰۰ جریبه نوره یې د یو شخص د ۳۰ کلنې اجارې لاندې ده.
یاد هیئت اړوندو مسوولینو ته لارښوونه ورکړه چې دغې سیمه کې د کرنیزې ځمکو د اجارې ورکولو په برخه کې اقدام وکړي.
دغه راز هیئت د شیرخان بندر د زون آزاد ښارګوټي د منحل شوې تصدۍ ملکیت سیمې څخه چې اوس د سپین زر تصدې ته لیږدول شوې، ولاړ او د یادې سیمې له خلکو سره چې ځمکه يې په تصرف کې ده وکتل.
په همدې حال کې، د کاپیسا ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې د کاپيسا ولایت مرکز کې د امارتي سیمو د موضوع بررسي چې ځیني اشخاص یې د ملکیت ادعا لري او د هغې دوسیې په عدلیې او قضایي ارګانونو کې ثبت دي، بررسي شوه.
دغه راز په دغې ناسته کې د کاپیسا مرکز کې د ارچي دښتې، د ریګ روان دښتې، د شري زار دښتې، د چشمې آب مزار او د صیاد د غصب شوو سیمو د بررسۍ او تثبیت او د غاصبینو د پېژندلو په اړه یې بحث وشو او په دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.
پر دې سربېره، د پنجشیر ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او هم په دغه ولایت کې له ځینو سیمو څخه لیدنه وشوه.
په دغې ناسته کې، له قانون سره سم له غاصبینو سره د چلند څرنګوالی تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شو.
په دغې ناسته کې، د شتل ولسوالۍ د سیند غاړې او سړک غاړې غاصبینو ته د ځمکې د غصب د مخنیوي د مقررې په اړه هغوی د معلوماتو وړاندې شول.
یاد هیئت له ناستې څخه وروسته کورابه کلي ته ولاړ او ددغه کلي غصب شوې سیمه یې مساحت او سکیچ کړه.
