کندز ولایت کې ۱۵ زره جریبه ځمکه استرداد شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۲ - ۱۴:۳۱

د کندز ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د کمېسیون تخنیکي هیئت په دوه یمې کاري ورځې کې د قلعه ذال له ولسوال او ددغې ولسوالۍ له سیمه ییزو خلکو له کتنې او خبرو څخه وروسته، د ۱۵ زره جریبه ځمکې د استرداد کار پیل کړ.

دغه هیئت د قلعه ذال ولسوالۍ کلوخ تپه، بغري کول، باغیچه او خوش تپه سیمو ته ولاړ او ۱۵ زره جریبه امارتي ځمکه یې چې د خلکو تر تصرف لاندې وه، استرداد کړه.

.

یاد هیئت، ځایي اوسیدونکو ته له قانون او کړنلارې سره سم د دولت د عوایدو د زیاتېدو په منظور د ځمکې د اجارې وروکولو آمادګي اعلام کړه.

ځايي خلکو د اسلامي امارت د تصمیمونو هرکلی وکړ او د اسلامي امارت د اصولو د پیروۍ ژمنه یې وکړه. هغوی د امارتي ځمکو د اجارې نیولو له پاره خپل آمادګي اعلام کړه.

.

په همدې حال کې، د فاریاب ولایت د تخنیکي هیئت ناسته هم ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او دغه ولایت کې له ځینو سیمو څخه لیدنه وشوه.

په دغې ناسته کې، د میمنې ښار په صیاد رجب کلي کې پر یوې امارتي ځمکې (ځنګل) د تعرض په اړه چې د کرنې ریاست اړوند ده بحث وشو او یاده سیمه له نږدې وکتل شوه. هیئت د کادستر مسوول ته لارښوونه وکړه چې یاده سیمې کروکي او تثبیت کړي او د هغې راپور وړاندې کړي.

د کلي د اوسیدونکو په وینا، د یادې سیمې دوسیه د ۱۴۰۰ کال د کب میاشت په ۲۷ نېټه په جریان کې اچول شوې وه او اوس مهال د فاریاب په ښاري محکمې تر دوران لاندې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS