کندز ولایت کې کابو ۳۰۰۰ جریبه غصب شوې ځمکه د تخنیکي هیئت لخوا تر بررسۍ لاندې ونیول شوه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۲ - ۱۵:۰
.

د کندز ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو او د یاد ولایت د عسقلان سیمې د کلیو د یو شمير اوسیدونکو په حضور سره جوړه شوه.

دغې ناسته کې، د یاد ولایت په عسقلان سیمه کې د ۳۰۰۰ جریبه غصب شوې ځمکه د بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه.

یاد هیئت، ځايي خلکو ته د امیرالمومنین حفظه الله د فرمان او د ځمکې د غصب د مخنیوي د مقررې په اړه معلومات وړاندې کړل او د  ځمکو غصب څخه د مخنیوي په اړه ټینګار وکړ.

دغه راز یاد هیئت د غصب شوي سیمې ته ولاړ او دغې سیمه کې جوړ شوي دیوالونه یې ویجاړ کړل او څو تنه غاصبین یې عدلي او قضايي ارګانونو ته يې وسپارل.

.

په همدې حال کې، د کابل ولایت د تخنیکي هیئت ناسته هم د هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د سندونو د بررسي او تصیفې ټیم په اړه بحث وشو او د کابل د امارت د قضایاو د ریاست، د کادستر، ښار جوړولو، د کار او ټولنیزو چارو او د ښاروالۍ استازو څخه د تصفیې  یو ټیم جوړ شو.

دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې د تیرې یوې اوونې د کار د پایلو راپور ترتیب او کمېسیون ته وړاندې شي. دغه راز پریکړه وشوه چې هیئت راتلونکي ورځ د سقاوې دښتې، د ځاځي پارک او د سید جمال الدین ښارګوټي سیمه بررسي کړي. د یادو سیمو د بررسۍ له پاره ټیمونه هم مشخص شول.

.

پر دې سربېره، د بدخشان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو او د بتاش کلي د یو شمير اوسیدونکو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې د کرنې ریاست د لعل بدخشان څیړنیز فارم اړوند د ۱۴۴ جریبه ځمکې په اړه چې د بتاش یو شمیر اوسیدونکو لخوا تصرف او پلورل شوې ده، بحث او د نظر تبادله وشوه.

دغې ناسته کې، د بتاش کلي اوسیدونکو له پاره د کمېسیون په اړه معلوماتو وړاندې شول او د رامنځ ته شوي جنجال د حل کولو په اړه هغوی ته  ډاډ ورکړل شو. د یاد کلي د اوسیدونکو سندونه واخیستل شول او پریکړه وشوه چې د کادستر سروي ټیم سیمې ته ولاړ شي او هغه تثبیت او د متصرفینو شهرت او د ځمکې نور مشخصات بررسي کړي او راپور یې کمېسیون ته وړاندي کړي.

.

د بغلان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته هم ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور جوړه شوه او پکې د مخکنۍ غونډې موضوعاتو او غصب شوو سیمو د اړوند راټول شوو سندونو او دوسیو په اړه  بحث وشو.

دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې هیئت راتلونکي ورځ دوشي ولسوالۍ ته ولاړ شي او کیلګي سیمه کې امارتي غصب شوې ځمکې تر بررسۍ لاندې ونیسي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS