کاپیسا ولایت کې نږدې ۱۵۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۸ - ۸:۵۸
.

د کاپیسا ولایت  د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د تېرو دریو ورځو په ترڅ کې د دغه ولایت په مرکز کې سلګونه جریبه ځمکه امارتي تثبیت او استرداد له پاره آماده کړه.

دغه هیئت له تخنیکي ټیم سره د کاپیسا مرکز کې دروازه ګي ساحې ته ولاړ او ټولې امارتي ساحې یې بررسي او تثبیت کړې. یاد شوي هیئت د ساحې په بررسۍ سره ۱۴۷۸.۸۵۲ جریبه ځمکه امارتي تثبیت او استرداد له پاره آماده کړي.

یاده شوې ساحه د ۱۰۱ تنو لخوا غصب شوې او په کې انګړونه، بڼونه او یو څه کرنیزې ځمکې جوړې شوې او یوه لږه برخه یې سپينه پاتې شوې ده. د یادې ساحې معلومات واخیستل شول او اړونده جدول کې درج شول.

تخنیکي هیئت د دغې ساحې له متصرفینو څخه سندونه وغوښتل چې د هغو یو شمېر سندونه وړاندې نه شو کړلی او یو شمېر نورو د یادو شویو ځمکو په امارتي توب اعتراف وکړ. یاده ځمکه به په راتلونکو ورځو کې استرداد شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS