پکتیکا ولایت کې د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی وشو

د پکتیکا ولایت په خیرکوټ، یحیی خیل، جاني خیل او بکخیل ولسوالیو کې د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی وشو.
په دغو ولسوالیو کې یو شمېر خلکو په خپلسر ډول د امارتي ځمکو غصب پیل کړی وو او غوښتل یې چې یادو شویو ځمکو کې مثمر او غیر مثمر نیالګي کینوي او یو شمېر هم غوښتل چې نوي کورونه او دیوالونه جوړ کړي چې ددغو ولسوالیو د کرنې د مدیرانو لخوا یې مخنیوی وشو او نوي تصرفات په دغو ولسوالیو کې په مطلق ډول بند شول.
د یادولو وړ ده چې ددغه ولایت په نورو ولسوالیو کې هم د ځمکو د غصب د مخنیوي کار روان دی.