په کنړ ولایت کې کابو ۱۷ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۱۱:۴۲

د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د یاد ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د دوو کادستري ټوټو په بررسۍ سره، ۱۷ جریبه ځمکه امارتي تثبیت او تشخیص کړه.

له تخنیکي هیئت څخه یو ټیم د شعبان د شعبان په ۲۴ نېټه څوکۍ ولسوالۍ ته ولاړ او ۱۱۹۲ او ۱۱۹۸ کادستري ټوټي چې په دې ساحه کې موقعیت لري، بررسي کړي. یادې ټوټې امارتي دي او هیئت په هغو کې ۱۷ جریبه ځمکه تثبیت او تشخیص کړه، مشخصات یې واخیستل او د هغو غاصبین یې وپېژندل.

له بلې خوا له تخنیکي هیئت څخه یو ټیم هم د کنړ د کرنې په ریاست کې د یوې ناستې په جوړولو سره د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې بررسي کړې او په هکله یې لازم تصامیم ونیول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۱
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په درېیمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS