په کنړ ولایت کې د یو شمېر موټر پلورنځيو نظارت کېدل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۸:۴۷
.

د کنړ  ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د صفر المظفر د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د اسعدآباد ښار اړوند له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په ترڅ کې د موټر پلورنځیو مسؤولينو  ته د مالياتو د تادیې، د فعالیت د جوازونو نېټې، سټو او د ثبت د نويو کتابونو په اړه لازم معلومات وړاندې شول او همدرانګه د شته نيمګړتياو د اصلاح او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په اړه لازمې توصیې وشوې.

د کنړ  ولایت عدلیې رياست په یاد ولایت کې له موټر پلورنځيو په دوامداره توګه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونیسي او په دې برخه کې هېواد والو ته لا ډېرې اسانتېاوې رامنځته کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS