په کنړ ولایت کې د نږدې ۲۰ جریبه امارتي ځمکې تثبیت

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۵:۱۹
.

د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنيکي هئيت د یاد ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې  د يوې کادستري ټوټې په بررسۍ سره ۱۹،۳۲ جریبه امارتي ځمکه تثبیت او تشخيص کړه.

د یاد تخنيکي هئيت يو ټيم د شعبان د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ  د څوکۍ ولسوالۍ کلماني ساحې ته ولاړ او په یاده ساحه کې یې ۱۱۹۹ کادستري ټوټه بررسي کړه. یاده کادستري ټوټه امارتي ده او ۱۹،۳۲  جربیه ځمکه  په کې شامله ده چې هیئت یې مشخصات واخيستل او غاصیبن یې هم تثبیت کړل.

همدارنګه د تخنيکي هئيت بل ټيم، د کرنې په رياست کې د یوې غونډې په جوړولو سره د ځمکو د غصب اړوند د  یو شمېر عارضو کسانو عريضې او دوسیې بررسي کړې او په دې هکله یې اړين تصامیم ونیول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۴:۵
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه، د محرم‌الحرام د مياشتې په ۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۴:۰
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۳:۵۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۷۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د ننګرهار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې. . .

BACK TO NEWS