په کندهار ولایت کې د قانون جوړونې او د علمي- حقوقي څېړنو د چارو د دفتر د درېیمې، څلورمې او پنځمې رتبې د (۸) بستونو اعلان
Publish Date
Closing Date
د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق، اهل کار ته د کار د سپارلو، د اصلاحاتو د راوستلو او د سالمې ادارې د رامنځته کولو او د ژمنو او اغېزمنو بشري ځواکونو د استخدام په موخه په کندهار ولایت کې د قانون جوړونې او د علمي- حقوقي څېړنو د چارو د دفتر د اړتیا وړ لاندې (۸) بستونه:
- د مالي، اداري او خدماتو آمر د (۳) رتبې یو بست
- د خدماتو عمومي مدیر د (۴) رتبې یو بست
- مالي او اداري عمومي مدیر د (۴) رتبې یو بست
- د ډیټابیس او معلوماتي ټکنالوژۍ عمومي مدیر د (۴) رتبې یو بست
- د تهیې او تدارکاتو مدیر د (۵) رتبې یو بست
- د حفظ او مراقبت مدیر د (۵) رتبې یو بست
- د تقنیني اسنادو کمپیوټر کار د (۵) رتبې دوه بستونه
له ۱۴۴۸/۳/۱۰ څخه تر ۱۴۴۸/۳/۲۰ هـ.ق نېټې پورې چې د ۱۴۰۵/۶/۲ تر ۱۴۰۵/۶/۱۲ هـ.ش نېټې سره سمون خوري د لسوکاري ورځو لپاره د آزادې سیالۍ پروسې له لارې اعلان ته سپاري چې د یادو بستونو د وظیفې ترسره کولو ځای په کندهار ولایت کې دی.
په شرایطو برابرغوښتونکي کولای شي د اعلان شويو بستونو د غوښتنلیک فورمه او د استخدام د شرایطو لست یوازې د عدلیې وزارت له ویبپاڼې او یا هم په حضوري ډول د کابل په دارالامان سیمه کې د دغه وزارت د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تحصیلي اسنادو، کاري تجربې او د تابعیت تذکرې کاپي) سره یوځای په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.